ads

عبدالله: افغانان د سولې ارمان پوره كېدو ته نېږدې شوي

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هيله څرګندوي، چې سولې ته د لاسرسي لپاره رامنځته شوى فرصت د ځينو سياسيونو د شخصي او سليقوي غرضونو او تنګ نظرۍ او همدارنګه د وسله والو طالبانو د لجاجت له كبله له لاسه ونه وځي. نوموړي د لوى اختر د مباركۍ په مناسبت په خپل پيغام […]

نویسنده: hewadpal
20 زمری 1398
عبدالله: افغانان د سولې ارمان پوره كېدو ته نېږدې شوي

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هيله څرګندوي، چې سولې ته د لاسرسي لپاره رامنځته شوى فرصت د ځينو سياسيونو د شخصي او سليقوي غرضونو او تنګ نظرۍ او همدارنګه د وسله والو طالبانو د لجاجت له كبله له لاسه ونه وځي.
نوموړي د لوى اختر د مباركۍ په مناسبت په خپل پيغام كې ويلي، افغانان د جګړې د ختمېدو او سولې تږي دي او خپل دغه ارمان ته رسېدو ته نېږدې شوي دي.
خو عبدالله د تېرو ۱۸ كلونو د لاسته راوړنو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو، د رسنيو د ازادۍ، ټاكنو، اساسي قانون او نورو ارزښتونو پر ساتنې ټينګار كوي.
بل پلو اجرائيه رئيس د افغانستان برخليك په رڼو ټاكنو او د دولت او ټاكنيزو كمېسيونونو په بې پلوه چلند پورې تړلى بولي او هيله څرګندوي، چې د دغو كمېسيونونو رهبرۍ په صداقت او بې طرفۍ دا پروسه مديريت كړي او د ۲۰۱۴م ميلادي كال د فاجعې د تكرار مخه ونيسي.
ټاكل شوې د جمهوري رياست ټاكنې د روان لمريز كال د تلې مياشتې په شپږمه نېټه ترسره شي، خو ځينو كانديدانو اعلان كړى، چې هغه به تحريم كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA