جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د افغانانو راتلونكې په نورو هېوادونو كې نه، بلكې په افغانستان كې ټاكل كېږي.
هغه نن په ارګ كې د اختر لمانځه تر ادا كولو وروسته په هېواد كې پر يووالي په ټينګار سره وويل، سوله سمتي، قومي او ګوندي نه ده، بلكې په هر افغان پورې تړلې ده.
جمهور رئيس غني د دې په څرګندولو سره، چې سوله راتلونكې ده زياته كړه، په سوله كې بايد د هر افغان مساوات تامين شي.
بلخوا د هېواد جمهور رئيس د جمهوري رياست ټاكنو پر ترسره كېدو په ټينګار سره وايي، د دغو ټاكنو ترسره كېدو ته چمتووالى نيول شوى دى.
دا په داسې حال كې ده، چې ټاكل شوې په نېږدې راتلونكې كې د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې هوكړه ليك لاسليك او د راپورونو پر بنسټ وروسته له دې د افغان حكومت په ګډون بين الافغاني مذاكرات د ناروې په پايتخت اوسلو كې ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


