ads

د مركزي اسيا په سياليو كې د افغانستان او تركمنستان ترمنځ د فوټبال لوبه مساوي شوه

د افغانستان د فوټبال د ۱۹ كلنو ملي لوبډلې د مركزي اسيا په سياليو كې خپله لومړۍ لوبه د تركمنستان د لوبډلې په وړاندې مساوي پاى ته ورسوله. دا لوبه د جمعې په مازديګر د دوشنبې ښار په مركزي لوبغالي كې ترسره شوه، چې په ۲-۲ پايلې سره پاى ته ورسېده. د مركزي اسيا د […]

نویسنده: hewadpal
19 زمری 1398
د مركزي اسيا په سياليو كې د افغانستان او تركمنستان ترمنځ د فوټبال لوبه مساوي شوه

د افغانستان د فوټبال د ۱۹ كلنو ملي لوبډلې د مركزي اسيا په سياليو كې خپله لومړۍ لوبه د تركمنستان د لوبډلې په وړاندې مساوي پاى ته ورسوله.
دا لوبه د جمعې په مازديګر د دوشنبې ښار په مركزي لوبغالي كې ترسره شوه، چې په ۲-۲ پايلې سره پاى ته ورسېده.
د مركزي اسيا د ۱۹ كلنو سيالۍ د تاجكستان په كوربه توب تېره ورځ پيل شوې او د روانې زمري مياشتې تر ۲۴مې نېټې به دوام ولري.
د افغانستان د فوټبال د ۱۹ كلنو ملي لوبډله به په دغو سياليو كې خپله دوهمه لوبه نن مازديګر د ازبكستان په وړاندې ترسره كړي او د روانې اونۍ د دوشنبې او سې شنبې په ورځو كې به د تاجكستان او ايران له لوبډلو سره لوبې وكړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA