ads

په ننګرهار کې د ځانمرګو بريدونو شپږ واسکټونه نيول شوي

په ننګرهار کې د ملي امنيت ځواکونو د ځانمرګو بريدونو شپږ واسکټونه او نور مهمات نيولي دي. د دې ولايت د ملي امنيت رياست نن نيول شوي د ځانمرګو بريدونو واسکټونه د يوه خبري کنفرانس په مهال خبريالانو ته وښودل. د ننګرهار د ملي امنيت رئيس نظر علي واحدي وويل، د ځانمرګو بريدونو لپاره چمتو […]

نویسنده: hewadpal
19 زمری 1398
په ننګرهار کې د ځانمرګو بريدونو شپږ واسکټونه نيول شوي

په ننګرهار کې د ملي امنيت ځواکونو د ځانمرګو بريدونو شپږ واسکټونه او نور مهمات نيولي دي.
د دې ولايت د ملي امنيت رياست نن نيول شوي د ځانمرګو بريدونو واسکټونه د يوه خبري کنفرانس په مهال خبريالانو ته وښودل.
د ننګرهار د ملي امنيت رئيس نظر علي واحدي وويل، د ځانمرګو بريدونو لپاره چمتو شوي دا واسکټونه له پولې پورې غاړې په پاکستان کې جوړ شوي او دلته د ځانمرګو بريدونو د ترسره كولو لپاره راوړل شوي وو، چې هدف ته له رسېدو وړاندې افغان ځواکونو ترلاسه كړل.
واحدي په يوه مياشت كې د ۱۲ هغو کسانو د نيول کېدو خبر هم ورکړ، چې په ننګرهار كې به يې سوداګراو ډاكټران ګواښل.
هغه زياته كړه، په نيول شوو كسانو كې دوه وسله وال طالبان او دوه داعش وسله وال هم شامل دي.
داعش او طالب وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA