د ننګرهار د كركټ لوبډلې د سيد جمال الدين افغان لومړۍ درجه يو ورځنيو ولايتي سياليو اتلولي وګټله.
د دې سياليو پايلوبه د جمعې په ورځ د كابل د كركټ په نړيوال لوبغالي كې ترسره شوه.
د پايلوبې پچه د ننګرهار لوبډلې وګټله او د کابل لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د کابل لوبډلې په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۳ منډې وکړې، خو د ننګرهار لوبډلې وركړل شوى د ۲۷۴ منډو هدف په ۴۷ اعشاريه څلور اورونو كې د څلورو لوبغاړو په له لاسه وركولو پوره كړ او اتلولي يې خپله كړه.
د پايلوبې غوره لوبغاړى نجيب تره کى، د ټورنمنټ غوره لوبغاړى زبيد اکبري، د سياليو غوره توپ اچوونكى نجات مسعود او د سياليو غوره توپوهونكى منير احمد کاکړ وټاكل شول.


