د جمهوري رياست وياند صديق صديقي وايي، جمهور رئيس محمد اشرف غني د امريكا او طالبانو ترمنځ د هوكړه ليك متن نه دى ترلاسه كړى.
تېره ورځ ځينو باوري سرچينو ويلي وو، چې د امريكا او طالبانو د سولې د هوكړه ليك متن جمهوري رياست ته رسېدلى او ټاكل شوې دا هوكړه ليك د لوى اختر په درېيمه يا څلورمه ورځ لاسليك شي.
خو صديقي د ملي يووالي حكومت مشرانو ته د دغه هوكړه ليك د متن رسېدل رد كړل.
د هغه په وينا، د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد كابل ته د خپل وروستي سفر په مهال له طالبانو سره د هوكړه ليك ټول موارد له جمهور رئيس غني سره شريك كړي دي.
صديقي زياتوي، د ياد هوكړه ليك پر جزياتو ګډ كار شوى او د هېواد جمهور رئيس چې په دې برخه كې كوم ملاحظات لرل، هغه يې له خليلزاد سره شريك كړل.
د راپورونو پر بنسټ، ټاكل شوې د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې هوكړه ليك تر لاسليكېدو وروسته د افغانستان د حكومت په ګډون لومړني بين الافغاني مذاكرات د ناروې په پايتخت اوسلو كې ترسره شي.


