ads

رحيمي: افغان ځواكونه د اختر ورځو د امنيت د ټينګښت لپاره بشپړ چمتووالى لري

د كورنيو چارو وزارت وايي، د دولت وسله وال مخالفين غواړي د لوى اختر په ورځو كې د ملكي وګړو په وړاندې ګواښونه رامنځته كړي، خو د هېواد امنيتي او دفاعي ځواكونه د دې ګواښونو د مخنيوي لپاره بشپړ چمتووالى لري. د ياد وزارت وياند نصرت رحيمي نن يوې خبري غونډې ته وويل، افغان امنيتي […]

نویسنده: hewadpal
19 زمری 1398
رحيمي: افغان ځواكونه د اختر ورځو د امنيت د ټينګښت لپاره بشپړ چمتووالى لري

د كورنيو چارو وزارت وايي، د دولت وسله وال مخالفين غواړي د لوى اختر په ورځو كې د ملكي وګړو په وړاندې ګواښونه رامنځته كړي، خو د هېواد امنيتي او دفاعي ځواكونه د دې ګواښونو د مخنيوي لپاره بشپړ چمتووالى لري.
د ياد وزارت وياند نصرت رحيمي نن يوې خبري غونډې ته وويل، افغان امنيتي او دفاعي ځواكونه د اختر ورځو د امنيت د ټينګښت لپاره هم په بشپړه توګه چمتو دي.
د ده په وينا، ۲۵۰ كارتنه پټاقۍ، چې له پاكستان او ايرانه هېواد ته واردېدې، نيول شوي او عاملين يې د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
رحيمي زياته كړه، ټولو اړوندو ادارو ته لارښوونه شوې، هغه كسان دې ونيسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري، چې د اختر په ورځو كې عامه نظم اخلالوي، پر هوايي ډزو لاس پورې كوي او يا هم پټاقۍ كاروي.
د يادونې وړ ده، چې هر كال د اختر په ورځو كې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې له پټاقيو او پلاستيكي وسلو د ګټې اخيستنې له كبله لسګونه ماشومان ټپيان كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA