د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د جرمني په پايتخت برلين کې د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير هايكو ماس سره ليدلي دي.
خليلزاد تېره شپه پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، ماس ته يې د افغان سولې بهير د وروستيو پرمختګونو په اړه معلومات وركړل او د دې بهير پر راتلونكو پړاوونو ورسره وغږېد.
ده له بين الافغاني مذاكراتو د جرمني ملاتړ ستايلى او دا ډول مذاكرات يې د افغان سولې بهير مهمه برخه بللې ده.
خليلزاد د قطر په پايتخت دوحه كې د امريكا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په مهال ځينو هېوادونو ته سفرونه هم کړي دي.
نوموړي له افغانستان، پاكستان، هند او يو شمېر نورو هېوادونو څخه ليدنه وكړه او اوس په اروپا کې دى.
هغه غواړي په دې توګه د افغان سولې په تړاو نړيوال ملاتړ پياوړى کړي.
تمه کېږي، چې ژر د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې هوكړه ليك لاسليك شي.


