ads

افغان حكومت په ازبكستان كې د طالب پلاوي پر هركلي نيوكه وكړه

د بهرنيو چارو وزارت ازبكستان ته د طالب پلاوي د سفر په مهال د دغه هېواد د چارواكو له لوري د هغه د هركلي په غبرګون كې وايي، دا هركلى په افغان سولې بهير كې د اسانتياوو رامنځته كولو او همكارۍ په معنا نه دى. دې وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، […]

نویسنده: hewadpal
19 زمری 1398
افغان حكومت په ازبكستان كې د طالب پلاوي پر هركلي نيوكه وكړه

د بهرنيو چارو وزارت ازبكستان ته د طالب پلاوي د سفر په مهال د دغه هېواد د چارواكو له لوري د هغه د هركلي په غبرګون كې وايي، دا هركلى په افغان سولې بهير كې د اسانتياوو رامنځته كولو او همكارۍ په معنا نه دى.
دې وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د افغانستان حكومت د بين الافغاني مذاكراتو لپاره د زمينې برابرولو په برخه كې د ګاونډيو او سيمې هېوادونو د ټولو هڅو هركلى كوي، خو له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ازبكستانه يې غوښتي، چې د سولې په بهير كې د افغانستان د خلكو او حكومت رهبرۍ او مالكيت ته درناوى وكړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ په قطر كې د طالبانو د سياسي دفتر يو پلاوى د تېرې پنجشنبې په ورځ ازبكستان لاړ او د دغه هېواد چارواكو يې رسمي هركلى وكړ.
د ازبكستان حكومت ويلي، ياد سفر د دې هېواد په رسمي بلنې ترسره شوى او هدف يې د سولې د بين الافغاني مذاكراتو اسانول دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA