د ملي دفاع وزارت ټينګار كوي، چې له افغانستانه د امريكايي ځواكونو وتل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوې هوكړې له مخې ترسره كېږي.
سرچينو ويلي، د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې هوكړه ليك د لاسليكېدو په صورت كې به پنځه زره امريكايي سرتېري په څلور نيمو مياشتو كې افغانستان پرېږدي او پاتې نور به د دوو كلونو په اوږدو له دې هېواده ووځي.
خو د ملي دفاع وزارت وياند روح الله احمدزي نن په يوه خبري غونډه كې وويل، د كابل او واشنګټن ترمنځ له ترهګرۍ سره د مبارزې او افغان ځواكونو د تقويې په برخو كې ژمنې موجودې دي او له افغانستانه د امريكايي سرتېرو وتل به د همدغو ژمنو پر بنسټ وي.
د هغه په خبره، اوسمهال په هېواد كې ډېرى پوځي عملياتونه د افغان امنيتي او دفاعي ځواكونو له لوري ترسره او مديريت كېږي.
دا په داسې حال كې ده، چې د امريكا د استخباراتو د مركزي ادارې سي آى اې پخواني رئيس ډېويډ پټريوس ويلي، كه امريكايي ځواكونه له افغانستانه ووځي، له عراقه د وتلو تېروتنه به تكرار او دغه هېواد به يو ځل بيا د ترهګرو په مركز بدل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


