ads

په ننګرهار كې لسګونه كيلو ګرامه نشه يي توكي نيول شوي

د ننګرهار په مومند درې ولسوالۍ کې سرحدي ځواکونو لسګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي نيولي دي. په ختيځ کې د سرحدي لېوا وياند ادريس مومند کليد ته وويل، ځواکونو يې په سپين بند سيمه كې په يوه كرولا ډوله موټر كې ځاى پر ځاى شوي شاوخوا ۲۰۰ كيلو ګرامه چرس ونيول. د نوموړي په […]

نویسنده: hewadpal
18 زمری 1398
په ننګرهار كې لسګونه كيلو ګرامه نشه يي توكي نيول شوي

د ننګرهار په مومند درې ولسوالۍ کې سرحدي ځواکونو لسګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي نيولي دي.
په ختيځ کې د سرحدي لېوا وياند ادريس مومند کليد ته وويل، ځواکونو يې په سپين بند سيمه كې په يوه كرولا ډوله موټر كې ځاى پر ځاى شوي شاوخوا ۲۰۰ كيلو ګرامه چرس ونيول.
د نوموړي په خبره، د يادو نشه يي توکو په تړاو يو تن هم نيول شوى، چې د نازيانو ولسوالۍ د لنډۍ سيمې اوسېدونکى دى.
مومند وايي، نيول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړى او اوسمهال تر څېړنو لاندې دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA