د لوګر د امنيه قوماندانۍ پوليسو د دې ولايت د مركز پل علم په مربوطاتو كې دوه وسله وال طالبان نيولي دي.
د كورنيو چارو وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، يادو طالبانو به د کابل – لوګر پر لويه لار خپلو ملګرو ته د دولتي کارکوونکو او امنيتي ځواکونو د تګ راتګ په اړه معلومات ورکول، چې د لوګر د مركز په کلنګار سيمه كې تر پېژندلو وروسته ونيول شول.
د سرچينې په وينا، دغو كسانو د کابل – لوګر پر لويه لار په بېلابېلو ترهګريزو پېښو کې لاس درلود.
د خبرپاڼې له مخې، پوليسو له نيول شوو كسانو يوه مخابره هم ترلاسه كړې ده.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.


