ads

په كابل كې د پاكستان سفير د شهباز شريف د څرګندونو په اړه غبرګون وښود

وروسته له هغې، چې د مخالف ګوند رهبر شهباز شريف د پاكستان په پارلمان كې وويل، د افغانستان سوله بايد د كشمير په بيې نه وي، اوس په كابل كې د دغه هېواد سفير زاهد نصرالله وايي، د پاكستان حكومت داسې نظر نه لري. ده وويل، د كشمير مسئله له افغان جګړې سره هېڅ تړاو […]

نویسنده: hewadpal
18 زمری 1398
په كابل كې د پاكستان سفير د شهباز شريف د څرګندونو په اړه غبرګون وښود

وروسته له هغې، چې د مخالف ګوند رهبر شهباز شريف د پاكستان په پارلمان كې وويل، د افغانستان سوله بايد د كشمير په بيې نه وي، اوس په كابل كې د دغه هېواد سفير زاهد نصرالله وايي، د پاكستان حكومت داسې نظر نه لري.
ده وويل، د كشمير مسئله له افغان جګړې سره هېڅ تړاو نه لري او اسلام اباد به په افغانستان كې د سولې د ټينګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام وركړي.
شهباز شريف څو ورځې وړاندې ويلي و، دا ممكنه نه ده، چې په كشمير كې دې ښځې او ماشومان ووژل شي او د پاكستان حكومت دې د افغان سولې په لټه كې وي.
د افغانستان حكومت د يادو څرګندونو په غبرګون كې ويلي، د سيمې هېوادونه بايد خپلې ستونزې په افغان سولې بهير پورې ونه تړي.
په كابل كې د پاكستان سفير زاهد نصرالله د جزياتو له وړاندې كولو پرته وايي، ټاكل شوې لومړى وزير عمران خان له طالبانو سره وګوري او د افغانستان د سولې په اړه ورسره خبرې وكړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA