ads

په غزني كې ۱۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني ولايتي چارواكي وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د ده يك ولسوالۍ پر مركز او كمربندي پوستو بريد وكړ، خو امنيتي ځواكونو په شا وتمباوه. د دې ولايت د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، هلته جګړې تر نن سهاره دوام درلود، چې په ترڅ كې يې ۱۰ طالبان وژل شوي […]

نویسنده: hewadpal
18 زمری 1398
په غزني كې ۱۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني ولايتي چارواكي وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د ده يك ولسوالۍ پر مركز او كمربندي پوستو بريد وكړ، خو امنيتي ځواكونو په شا وتمباوه.
د دې ولايت د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، هلته جګړې تر نن سهاره دوام درلود، چې په ترڅ كې يې ۱۰ طالبان وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، په دې جګړه كې دوه پوليس هم ټپيان شوي دي.
بل پلو نوري زياته كړه، طالبانو غوښتل له موټربمه په ګټې اخيستنې د ده يك ولسوالۍ ودانۍ ته چاودنه وركړي، چې دا موټربم هدف ته له رسېدو وړاندې د امنيتي ځواكونو له لوري له منځه يووړل شو.
بلخوا د غزني د والي وياند وايي، ځانګړو ځواكونو په ګيلان ولسوالۍ كې عمليات ترسره كړي، چې په مهال يې شپږ طالبان نيول شوي دي.
وسله وال طالبان بيا په غزني كې خپله مرګ ژوبله او د موټربم له منځه وړل ردوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA