د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي كمېشنره ميشل باشله پر وينزويلا د امريكا پر نويو بنديزونو په نيوكې سره وايي، دا بنديزونه د دغه هېواد د ميليونونو وګړو د خفګان د زياتوالي سبب كېږي.
واشنګټن درې ورځې وړاندې د نيكولاس مادورو پر حكومت د نويو بنديزونو په لګولو سره په امريكا كې د وينزويلا د شتمنيو او مالونو د بندولو خبر وركړ.
خو مېرمن باشله وويل، د متحدو ايالتونو نوي بنديزونه به په وينزويلا كې زيان منونكي قشرونه زيانمن كړي.
په همدې حال كې هغې د مادورو د حكومت لخوا په وينزويلا كې د بشري حقونو پر نقضولو سخته نيوكه وكړه.
امريكا او څه باندې ۵۰ نورو هېوادونو د وينزويلا د پارلمان د رئيس خوان ګوايدو په ملاتړ له واكه د مادورو د ګوښه كېدو غوښتنه كړې ده.


