ads

محب: امنيتي ګواښونو او ستونزو ته دې جدي پاملرنه وشي

د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب وايي، امنيت د نظام لپاره لومړيتوب دى او په دې اړه موجودو ګواښونو او ستونزو ته بايد جدي پاملرنه وشي. د ملي امنيت شورا دفتر تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې محب دا خبره د امنيتي سكټور د مشرتابه په ناسته كې وكړه. د هغه […]

نویسنده: hewadpal
18 زمری 1398
محب: امنيتي ګواښونو او ستونزو ته دې جدي پاملرنه وشي

د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب وايي، امنيت د نظام لپاره لومړيتوب دى او په دې اړه موجودو ګواښونو او ستونزو ته بايد جدي پاملرنه وشي.
د ملي امنيت شورا دفتر تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې محب دا خبره د امنيتي سكټور د مشرتابه په ناسته كې وكړه.
د هغه په وينا، د دولت وسله وال مخالفين د سيمو او ولايتونو په سقوط كې تر ناكامۍ وروسته غواړي پر عامه او له ګڼې ګوڼې پر ډكو ځايونو په بريدونو سره ملكي وګړو ته زيان ورسوي او د خلكو په منځ كې وحشت او وېره خپره كړي.
د ملي امنيت سلاكار امنيتي ارګانونو ته لارښوونه وکړه، چې ټول ګواښونه او حل لارې دې معلومې كړي او په جديت سره دې يې مخه ونيسي.
بايد وويل شي، چې د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو سره هممهاله په هېواد كې ځانمرګي بريدونه او وسله والې جګړې زياتې شوي، چې ډېرى قربانيان يې ملكي وګړي وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA