د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ او د قطر امير شېخ تميم بن حمد ال ثاني د امريكايي او طالب استازو ترمنځ د افغانستان د سولې په مذاكراتو كې د پرمختګونو په اړه ټيليفوني خبرې كړې دي.
د راپورونو له مخې، دواړه لوري په دې ټيليفوني خبرو كې د واشنګټن او دوحې ترمنځ د ستراتېژيكو اړيكو او د سيمې او نړۍ د وروستيو بدلونونو په تړاو هم وغږېدل.
په ورته وخت كې باوري سرچينې وايي، ټاکل شوې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د لوی اختر په درېيمه يا څلورمه ورځ له طالبانو سره د سولې هوكړه ليك لاسليك كړي، چې يوه نسخه يې ارګ ته هم رسېدلې ده.
د يادونې وړ ده، چې قطر له تېرو شاوخوا شپږو مياشتو راهيسې د افغان سولې په اړه د امريکايي او طالب استازو د مذاکراتو کوربه دی.


