ads

خليلزاد د ناروې د بهرنيو چارو له وزيرې سره پر افغان سولې وغږېد

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد ناروې د مذاكراتو په اسانولو كې نړيواله رهبره بولي او وايي، دا هېواد كولى شي د افغانستان د سولې د ترلاسه كولو په برخه كې همكاري وكړي. هغه پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، د پنجشنبې په ورځ يې په اوسلو […]

نویسنده: hewadpal
18 زمری 1398
خليلزاد د ناروې د بهرنيو چارو له وزيرې سره پر افغان سولې وغږېد

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد ناروې د مذاكراتو په اسانولو كې نړيواله رهبره بولي او وايي، دا هېواد كولى شي د افغانستان د سولې د ترلاسه كولو په برخه كې همكاري وكړي.
هغه پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، د پنجشنبې په ورځ يې په اوسلو كې د ناروې د بهرنيو چارو له وزيرې ماري ايريكسېن سوريډ سره وليدل.
خليلزاد دغه ليدنه ګټوره بللې او په خبره يې، په كې د افغان سولې بهير پر روانو هڅو او د هغه پر راتلونكو پړاوونو بحث وشو.
نوموړي له دې بهير سره د مرستې لپاره د ناروې لېوالتيا ستايلې ده.
د راپورونو پر بنسټ، ټاكل شوې د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې هوكړې تر لاسليكېدو وروسته د افغانستان د حكومت په ګډون لومړني بين الافغاني مذاكرات د ناروې په پايتخت اوسلو كې ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA