د جمهوري رياست ټاكنو كانديد محمد شهاب حكيمي سوله د ټولو افغانانو غوښتنه بولي او ټينګار كوي، ترڅو چې سوله په هېواد كې ټينګه نه شي، د سرتاسري ټاكنو ترسره كېدل ناشوني دي.
ده نن په كابل كې د ټاكنيز كمپاين په غونډه كې وويل، تر راتلونكو شاوخوا درېيو اونيو به د سولې مذاكراتو پايله روښانه او لنډ مهالى حكومت جوړ شي.
حكيمي زياته كړه، په هېواد كې د سولې له ټينګښت وروسته د سرتاسري ټاكنو د ترسره كېدو لپاره زمينه برابرېدلى شي.
د جمهوري رياست ټاكنو ياد كانديد اعلان وكړ، چې تر راتلونكو څو ورځو به ډېرى كانديدان دا ټاكنې تحريم كړي.
حكيمي وايي، د هېواد په ټولو برخو كې خلكو پر ټاكنو خپل باور له لاسه وركړى دى.
دا په داسې حال كې ده، چې په وروستيو څو ورځو كې زلمى رسول د محمد اشرف غني په ګټې له خپلې كانديداتورۍ تېر شو او د محمد حنيف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاكنيز ټيم د جمهوري رياست ټاكنو لپاره خپل كمپاين وځنډاوه.
بل كانديد ابراهيم الكوزي بيا د جمهوري رياست ټاكنې تحريم كړې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


