له ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو د اسيا جام سياليو لپاره افغان لوبډله وټاكل شوه.
په دې لوبډله كې فرهان زاخېل، صديق اتل، اصف موسى زى، رحمان الله ځدراڼ، عبدالله نايب، اسلام ځاځى، ننګيال، شفيع غفاري، جمشېد، نور احمد، عبدالرحمان، فضل حق، عابد تڼى، محمد اسحاق او سميع سالارزى شامل دي.
محمد صابر، احمد ظاهر او زوهيب د همدې لوبډلې د احتياطي لوبغاړو په لېست کې ځاى لري.
له ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو د اسيا جام سيالۍ د روان ميلادي کال د سپټمبر مياشتې له پنځمې د همدې مياشتې تر ۱۴مې نېټې په سريلانکا کې ترسره کېږي.
په دغو سياليو كې به د افغانستان، پاكستان، هند، سريلانکا، بنګله دېش، متحده عربي اماراتو، نيپال او کويټ لوبډلې ګډون ولري.


