ads

د ننګرهار اوسېدونکي: امنیتي ځواکونه دې د اختر په ورځو کې امنیت ټینګ کړي

ننګرهار میشتي له امنیتي چارواکو غوښتنه کوي، چې پر نورو وختونو سربېره دې د لوی اختر په شپو او ورځو کې امنیتي تدابیر ټینګ کړي، څو خلک وکولای شي د اختر خوښۍ په ارامه فضا کې ولمانځي. بل لور امنیتي چارواکي بیا د اختر په شپو ورځو کې د کلکو امنیتي تدابیرو دنیول کیدو خبر […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
17 زمری 1398
د ننګرهار اوسېدونکي: امنیتي ځواکونه دې د اختر په ورځو کې امنیت ټینګ کړي
ننګرهار

ننګرهار میشتي له امنیتي چارواکو غوښتنه کوي، چې پر نورو وختونو سربېره دې د لوی اختر په شپو او ورځو کې امنیتي تدابیر ټینګ کړي، څو خلک وکولای شي د اختر خوښۍ په ارامه فضا کې ولمانځي.
بل لور امنیتي چارواکي بیا د اختر په شپو ورځو کې د کلکو امنیتي تدابیرو دنیول کیدو خبر ورکوي او وایي پر ښار سربېره یې په ولسوالیو کې هم د پلټنې چارې ګړندۍ کړي دي.
ننګرهار میشتو له کلید سره په خبرو کې د ښار او ولسوالیو د امنتیت د ټینګښت په هدف له مسولو ادارو په ټینګار غوښتنه وکړه، چې د ښه امنیت په موخه دې د پلټنې مرکزونه زیات کړي، څو د هیواد دښمنان د خلکو د خوښۍ ورځې په غم بدلې نه کړي.
دوی له امنیتي مسولینو سره د ترهګریزو پیښو د مخنیوي په برخه کې د خلکو همکاري هم مهمه بولي او وایي، که ولس همکاري ونه کړي په یوازې امنیتي ځواکونو د امنیت ټینګښت له امکانه لرې ده.
په ورته وخت کې د ننګرهار امنیتي چارواکي په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د اختر د ورځو د ښې لمانځنې په موخه د کلکو امنیتي تدابیرو د نیول کیدو خبر ورکوي.
د امنیې قومندانۍ ویاند مبارز اتل وویل، ځواکونو یې د اختر په شپو او ورځو کې د امنیت د ټینګښت په موخه ګزمې زیاتې کړي او هم یې په ښار او لرې پرتو ولسوالیو کې د پلټڼې مرکزونه پرانیستي دي.
څو خلک وکولای شي په امنیتي فضا کې د اختر خوشالۍ ولمانځي.
چارواکي داسې مهال د اختر په شپو او ورځو کې د امنیتي تدابیرو د نیول کیدو خبره کوي، چې په دې وروستیو کې له کابل سربیره په یو شمیر نورو ولایتونو کې وسله والو طالبانو د دولت پر مهمو ځایونو حملې وکړې چې دې حالت خلک اندیښمن کړي.
جان اغا صالح

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA