ads

د پکتیکا خلک د نوي کابلبانګ له خدمتونو سرټکوي

د پکتیکا ولایت سلګونه اوسیدونکي په دې ولایت کې د نوي کابلبانک له خدماتو شکایتونه لري او وايي په شپو او ورځو يي په بانک کې کارونه نه خلاصیږې. د شکایت کوونکو په ‌ډله کې دولتي مامورین، نظامي کسان، ښوونکي، خصوصي پانګوال او نور کسان شامل دي. دوی وايي په بانک کې د مامورینو د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
17 زمری 1398
د پکتیکا خلک د نوي کابلبانګ له خدمتونو سرټکوي
پکتیکا کې د کابل بانګ ودانۍ

د پکتیکا ولایت سلګونه اوسیدونکي په دې ولایت کې د نوي کابلبانک له خدماتو شکایتونه لري او وايي په شپو او ورځو يي په بانک کې کارونه نه خلاصیږې.
د شکایت کوونکو په ‌ډله کې دولتي مامورین، نظامي کسان، ښوونکي، خصوصي پانګوال او نور کسان شامل دي.
دوی وايي په بانک کې د مامورینو د کمښت او خراب سیستم له امله هره ورځ په سلګونه کسان پرته له معاش اخیستلو او نورو تجارتي معاملو خپلو کورونو ته ځي.
د یوسف خېل ولسوالۍ ولسوال دولت خان وویل له تېرو پنځو ورځو را په دې خوا هره ورځ بانک ته د پیسو اخیستلو لپاره مراجعه کوي .
نوموړی وايي د بانک په مدیریت کې ستونزي موجودي دي ، مامورین يي کم دي او خلکو ته قناعت کوونکي خدمات نه شي وړاندي کولای.
غازي خان د یادو کسانو په کتار کې ولاړ هغه کس دی چې د ښرنې زرمت د لويي لاري د امنیت ساتلو لپاره ګمارل شوی دی.
نوموړی وايي په ډير بد حالت کې له هغه ځایه د خپل معاش د اخیستلو لپاره راغلی ، خو مجبور دی په ورځو ورځو انتظار وکړي.
ملي تجار محمد جلیل کټوازي له کلید راډيو سره د خبرو پر مهال وویل ډيری کسان له لیري پرتو ولسوالیو راخي ، دلته يي کارونه نه خلاصیږي او اړ دي په ورځو ورځو په هوټلونو کې ورته انتظار وباسي.
کټوازی وايي په بانک کې د لسو غرفو له ډلي په دوو کې مامورین کار کوي او په وینا يي نوري ټولې خالي پاتي دي.
د خیرکوټ ولسوالۍ اوسیدونکی محمد عارف وايي د اختر په را نږدي کیدو هر څوک پیسو ته اړتیا لري او غواړي خپل معاشونه واخلي.
دی وايي له تېرو څلورو ورځو راهیسي د خپل معاش اخیستلو ته د بانک په کتارونو کې ولاړ وي، خو تر اوسه نوبت نه دی ور رسیدلی.
هڅه مو وکړه په دې اړه په پکتیکا کې د نوي کابلبانک د مسولینو نظر هم له ځان سره ولرو، خو هغوی له خبرو کولو ډډه وکړه او وايي چې مرکزي ادارې دوی له رسنیو سره له خبرو کولو منع کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA