په داسې حال کې چې په افغانستان کې د سولې او ټاکنې ترمنځ پر لومړيتوب ژور اختلافات را پيدا شوي دي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د جمهوري رياست ټاکنو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند ذبيح الله سادات د پنجشنبې په ورځ کليد ته وويل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ټولې تخنيکي ستونزې حل شوي او دوی د تلې میاشتې په شپږمه د ټاکنو ترسره کولو لپاره چمتو دي.
اوخوا ځينې کاندېدان د جمهوري رياست د ټاکنو په درشل کې له خپلې کاندېداتورۍ انصراف کړی او ځينو يې د ټاکنو د تحريم په پلمه له خپلې کاندېداتورۍ لاس په سر شوي دي.
د رڼو او عادلانه ټاکنو بنسټ وياندې مروې اميني کليد ته وويل، چې دا کار به د جمهوري رياست د نوماندانو په نوملړکې ډېرې ستونزې وزېږوي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند ذبيح الله سادات بيا وايي، د ټاکنو تحريم کول د دوی په چارو هېڅ اغېز نه شي کولی او دوی به د تلې په شپږمه حتما ټاکنې ترسره کوي.
په ورته وخت کې د افغانستان جمهور رييس محمد اشرف غني هم د ټاکنو پر وخت ترسره کېدلو ټينګار کړی دی او ويلي يې دي چې د افغانستان د سياسي بقا او د واک د مشروع لېږد لپاره ټاکنې ضروري دي.
جمهور رييس غني د پنجشنبې په ورځ په پکتيا کې يوې غونډې ته وويل، چې له ټاکنو پرته د سولې خبرې نه شي ترسره کېدلی.
بل پلو طالب وسله والو په يوه بيان کې ويلي، د سولې په دې حساس پړاو کې د ټاکنو ترسره کېدل د سولې د سبوتاژ کولو په مانا دي او دوی به يې په کلکه مخنيوی وکړي.
ټاکل شوې د روان کال د تلې په شپږمه نېټه د افغانستان د جمهوري رياست ټاکنې ترسره شي، هغه ټاکنې چې د ژورو اختلافاتو له کبله یې لا برخليک معلوم نه ده.


