د سولې ولسي حرکت غړي يوځل بيا د ملګرو ملتونو دفتر ته ولاړل او د افغان سولې پروسې د ټکني کېدو په غبرګون کې یې دغه سازمان له افغانستان سره په دوه مخي سياست تورن کړ.
دا د سولې ولسي حرکت د لسګونو لاريون کوونکو غږ دی، چې د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته په چېغو چېغو د سولې غوښتنه کوي.
د سولې ولسي حرکت د چهارشنبې په ورځ په پلي مزل د ملګرو ملتونو دفتر ته ولاړل، ترڅو د افغانستان د خونړیو حالاتو او د سولې د خبرو ټکني کېدو په اړه له ملګرو ملتونو څخه سپيناوی وغواړي؛ خو د ملګرو ملتونو له دفتره هېڅوک د باندې ونه وتل.
د سولې ولسي حرکت وياند بسم الله وطندوست وويل، له اعتراض څخه يې هدف دادی، چې ملګري ملتونه له خپلو مسووليتونو څخه خبر کړي او هغوی ته ووايي، چې ستاسو دنده په افغانستان کې د خونړيو حالاتو رپوټ کول او د قربانيانو سرشمېرنه نه ده.
نوموړي ګواښ وکړ، که د ملګرو ملتونو دفتر له خپلو مسووليتونو سره سم په افغانستان کې د جګړې اړخ معلومه نه کړي؛ نو دوی به يې دروازې وتړي.
د لاريون کوونکو په وينا، د افغانستان جګړه او سوله د ګاونډيو هېوادونو له خوا مديريت کېږي او د ملګرو ملتونو دفتر د نړيوالو قوانینو له مخې بايد د ګاونډيو هېوادونو د بېځايه لاسوهنې مخنيوی وکړي.
د سولې ولسي حرکت غړی زلمی ځلاند د افغانستان په چاروکې د ګاونډیانو روښانه لاسوهنې ته اشاره وکړه او ټينګار يې وکړ چې د افغانستان سوله يوه بېله موضوع ده او له کشمير سره هېڅ تړاو نه لري.
نوموړي وويل، ملګري ملتونه بايد له پاکستان څخه وپوښتي، چې د افغانستان د سولې په حساس پړاو کې يې ولې د کشمېر مسله راپورته کړې ده.؟
موږ هڅه وکړه چې په همدې تړاو د ملګرو ملتونو سازمان نظر هم وپوښتو، خو له ډېرو هڅو سره بريالي نشوو.
د سولې ولسي حرکت په داسې حال د افغانستان د سولې په برخه کې د ملګرو ملتونو پر رښتينې هڅې ټينګار کوي، چې د ورستيو راپورونو پر اساس په قطرکې د طالبانو او امريکايي پلاوي ترمنځ د افغان سولې خبرې ټکنۍ شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


