په خوست کې یو شمېر مېرمنو او ددې ولايت د مدني بنسټونو غړو د يوې راټولېدنې پر مهال افغان امنيتي ځواکونه وستایل او هغوی يې د هېواد اصلي ساتونکي او د هېواد ستنې وبلل.
یادې میرمنې وایي، تل به د نظامي ځواکونو ترڅنګ وي او د دوی سرښېندنې او قربانۍ به هېرې نه کړي.
یاد مراسم چې د خوست د ولایتي شورا په انګړکې نیول شوي وو، پکې د مېرمنو له خوا یو شمېر سربازانو ته د غاړې امیلونه واچول شول او د دوی د سرښېندنو او قربانیو ستاینه یې وکړه.
په خوست کې د ملي ارمان ټولنې مشره زینب افغان وایي، نظامي ځواکونو هر وخت په مېړانه له خپلې خاورې دفاع کړې، نو پکار ده چې مېرمنې د دوی لاسته راوړنې وستايي او له هېواد څخه د دفاع په لاره کې سرتیري وهڅوي.
د دغه ولایت دوې تنې نورې اوسېدونکي ثاني او زینب حلیم زۍ وايي، دا چې نن ورځ په ډاډه زړه ښوونځيو ته ځي او د دوی عزت ساتل شوی، لوی لامل یې د امنیتي ځواکونو موجودیت او د دوی میړانه ده.
په ورته مهال یو تن سرتیری وایي، چې دوی خو هسې هم له خپلې خاورې څخه د دفاع په خاطر راوتلي، نو د مېرمنو له خوا د دوی دا ډول ستاینه د دې سبب کیېږي، چې نور هم خپلو وظایفو ته متوجه شي او د هېواد څخه د دفاع په لاره کې لا ګړندي ګامونه واخلي.
د مراسمو په وروستۍ برخه کې له هغې مېرمنې سره نغدي مرسته هم ترسره شوه، چې خپل یوازنی زوی یې له خاورې څخه د دفاع په لاره کې له لاسه ورکړی او اوس مهال یې کورنۍ بې سرپرسته او د یوې ګوله ډوډۍ د پیداکیدو په ارمان ده.