د جنوبي کوريا پوځ خبر ورکړى، چې شمالي کوريا نن سهار دوه توغندي ازمويلي دي.
د جنوبي کوريا د پوځ مشر اعلان کړى، چې دغه توغندي د شمالي کوريا په جنوبي برخه کې توغول شوي دي.
امريکا په دې اړه اندېښنه ښودلې او وايي، له شمالي كوريا سره د دغې مسئلې په تړاو پر خبرو بوخته ده.
شمالي کوريا داسې مهال دوه توغندي توغولي، چې د امريکا د دفاع وزير مارک اسپر جنوبي کوريا ته سفر کړى او امريکا او جنوبي کوريا ګډ پوځي تمرينونه پيل کړي دي.
شمالي کوريا دا پوځي تمرينونه د واشنګټن او پيونګيانګ ترمنځ پر اټومي مسئلې له خبرو سره په ټکر کې بولي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو كې د شمالي كوريا توغندیزې ازموينې زياتې شوې دي.


