د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کليزې په وياړ او د هېواد اقتصادي ځان بسيا په هدف په کابل کې د کورنيو تولیداتو درې ورځينی نندارتون جوړ شو.
ترانې، ټنګټکور او د ورغلو نندارچيانو شور له کورنيو تولیداتو سره د افغانانو بېسارې مینه او ملاتړ په ډاګه کوي.
د خپلواکۍ په وياړ په جوړ شوي نندارتون کې د افغانستان کورني تولېدات نندارې ته وړاندې شوي، چې له وچې او لمدې مېوې رانيولې تر لاسي صنايعو او قيمتي ډبرو پورې بېلابېل افغاني توکي تر سترګو کېږي.
بزګر عبدالسلام کليد ته وويل، د دوی په سيمه کې هر ډول وچې او لمدې مېوې پيدا کېږي؛ خو د دغو کورنيو تولېداتو لپاره د بازار موندنې په برخه کې ستونزې لري.
بل پلو، سوداګر برهان الدين بيا وايي، که افغان حکومت کورنيو تولېداتو ته بازارموندنه ونه کړي؛ نو د بزګرانو خوارۍ به په اوبو لاهو شي.
په افغانستان کې بزګران نورې ستونزې هم لري، چې د اوبو کموالی او د لمدې مېوې لپاره د سړو خونو نشت يې بنسټيزې ستونزې ګڼل کېږي.
په همدې حال کې د کرنې وزارت د بزګرانو د ستونزو د حل لپاره له خپلو جدي اقداماتو خبر ورکوي او خصوصي سکټور، کورنيو تولیداتو ته د بازار موندنې په برخه کې د نندارتون پر اغېز ټينګار کوي.
د سوداګرۍ خونې د ښځو چارو مسووله مېرمن پرورش اورياخيل کليد ته وويل، چې د بازار موندنې په برخه کې تر نارينه وو ښځينه سوداګرې ډېرې ستونزې لري؛ چې په وينايې دا ډول نندارتون اغېزمن تمامېدلی شي.
په ورته وخت کې د افغانستان د کرنې وزارت وايي، په افغانستان کې د کورنيو تولیداتو د ودې لپاره ډېر مهم پلانونه لري.
د کرنې وزارت سرپرست حشمت الله غفوري د دغه نندارتون د پرانيستې پر مهال وويل، چې د کورنيو تولیداتو د ودې لپاره مهم پلانونه پلي کېدونکي دي او همداراز د سړو خونو په برخه کې د بزګرانو ستونزو ته ځانګړی پام شوی دی.
افغانستان په ټولیز ډول د نورو تولیداتو په برخه کې په ښکاره ډول وروسته پاتې هېواد بلل کېږي، خو وچې، لمدې او تازه میوې او نورو حبوبات هغه څه دي چې د دغه هېواد اقتصاد یې تر یوې کچې په پښو درولی دی. افغانان هم تر ډېره پر کړهنه بوخت او د دا ډول نندارتونونو جوړېدل به د دوی پر کار بشپړ مثبت اغېز وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


