ads

امنیتي مسولین: چهارچینو ولسوالۍ سقوط ته نېږدې ده

دارزګان په چهارچينو ولسوالۍ کې د ملي امنيت چارواکي وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو له لوري پر ياده ولسوالۍ بريدونه پیل شوي، چې تر اوسه يي د افغان سرتیرو ۸ پوستې سقوط شوې دي. په ورته مهال دارزګان چارواکي بیا وايي چې يادې ولسوالۍ ته يي تازه دمي سرتيري لېږلي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
15 زمری 1398
امنیتي مسولین: چهارچینو ولسوالۍ سقوط ته نېږدې ده
افغان سرتیري د جګړې پر مهال

دارزګان په چهارچينو ولسوالۍ کې د ملي امنيت چارواکي وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو له لوري پر ياده ولسوالۍ بريدونه پیل شوي، چې تر اوسه يي د افغان سرتیرو ۸ پوستې سقوط شوې دي.
په ورته مهال دارزګان چارواکي بیا وايي چې يادې ولسوالۍ ته يي تازه دمي سرتيري لېږلي دي او کومه ستونزه نشته.
د دغې ولسوالۍ د ملي امنيت مدير جمع ګل له سيمې څخه د ټليفون پر کرښه وايي، چې ياده ولسوالۍ وسله والو طالبانو سخت کلابنده کړې او تر اوسه يي د افغان ځواکونو ۸ پوستې سقوط کړې دي.
د جمعه ګل په وينا، په جګړه کې تردامهاله ۱۰ سرتيري وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.
هغه وايي وسله وال طالبان د ولسوالۍ مرکز ته په ۳۰ متري کې له افغان سرتيرو سره په جګړه بوخت دي.
د ارزګان امنيتي چارواکي هم منې چې له تېرو څو شپو راهیسې وسله والو طالبانو د ارزګان په چهارچنو ولسوالۍ ډليز بريدونه پیل کړي دي.
امنيه قوماندان خطاب خنجري وايي، له تېرو ورځې راهیسې يې ولسوالۍ ته تازه ګمانډويي سرتيري لېږلي دي او د وسله والو طالبانو پر مرچلونو هوايي بريدونه هم کوي.
هغه وايي په دغه جګړه کې ۳ پوليس ۶ د اردو سرتيري وژل شوي او يو شمېر نور ټپیان دي. نوموړی وسله والو طالبانو ته هم د درنې مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
امنيه قوماندان ډاډ ورکوي چې هېڅکله به ولسوالۍ سقوط ونه کړي او که اړتيا شي اصافي سرتيري به يادې ولسوالۍ ته ولېږي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې وسله والو طالبانو د ارزګان پر چهارچينو ولسوالۍ بريدونه پیل کړي دي.
وسله والو طالبانو د دوی لوري د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA