ads

امريكا د وينزويلا حکومت تحريم کړ

د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د يو اجرايي فرمان له مخې د وينزويلا حکومت تحريم کړى دى. د راپورونو پر بنسټ، د ټرمپ په اجرايي فرمان کې راغلي، د وينزويلا د حكومت ټولې شتمنۍ بلاک کېږي او په همدې اساس دغه شتمنۍ د لېږد وړ نه دي. راپورونه وايي، دا په تېرو ۳۰ کلونو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
15 زمری 1398
امريكا د وينزويلا حکومت تحريم کړ
د امریکا جمهور رییس ټرمپ

د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د يو اجرايي فرمان له مخې د وينزويلا حکومت تحريم کړى دى.
د راپورونو پر بنسټ، د ټرمپ په اجرايي فرمان کې راغلي، د وينزويلا د حكومت ټولې شتمنۍ بلاک کېږي او په همدې اساس دغه شتمنۍ د لېږد وړ نه دي.
راپورونه وايي، دا په تېرو ۳۰ کلونو کې د امريكا بې سارى ګام دى.
بلخوا ځينو رسنيو د وينزويلا او امريکا ترمنځ پر سوداګريزو اړيکو اندېښنه ښودلې او ويل شوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو پرې كېدل به ګران تمام شي.
امريكا د وينزويلا د حکومت د تحريمولو علت د نيکولاس مادورو له لوري د قدرت غصب او د بشري حقونو تر پښو لاندې کېدل بللي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA