ads

په فاریاب کې ۳۶ وسله وال طالبان وژل شوي

د فارياب په بلچراغ ولسوالۍ كې د هوايي بريدونو او نښتو په ترڅ كې ۴۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د بلچراغ ولسوالۍ د بازار او د هغه د شاوخوا كليو د نيولو په هدف تهاجمي بريد […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
14 زمری 1398
په فاریاب کې ۳۶ وسله وال طالبان وژل شوي
فاریاب ولایت

د فارياب په بلچراغ ولسوالۍ كې د هوايي بريدونو او نښتو په ترڅ كې ۴۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د بلچراغ ولسوالۍ د بازار او د هغه د شاوخوا كليو د نيولو په هدف تهاجمي بريد وكړ، چې د هوايي ځواكونو په ملاتړ دا بريد په شا وتمبول شو.
د نوموړي په خبره، په يادې ولسوالۍ كې د هوايي بريدونو او نښتو په مهال د دوو قوماندانانو په ګډون ۳۶ طالبان وژل شوي او نهه تنه نور ژوبل دي.
رضايي زياته كړه، په دې نښتو كې دوه امنيتي سرتېري هم وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده كړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA