ads

په خوست کې قضایي ارګانونو ته د مېرمنو مراجعه ډېره شوې

د خوست د عدلي اوقضايي ادارو مسولین وایي، وړاندې په دغه ولایت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي مسایل تر ډېره په قومي جرګو او د عرف او عادت له مخې مخ ته وړل کېدل، خو وایي اوس تر ډېره په دې برخه کې عامه پوهاوی شوی او خلک عدلي او قضایي ادارو ته د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
14 زمری 1398
په خوست کې قضایي ارګانونو ته د مېرمنو مراجعه ډېره شوې
د انصاف تله

د خوست د عدلي اوقضايي ادارو مسولین وایي، وړاندې په دغه ولایت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي مسایل تر ډېره په قومي جرګو او د عرف او عادت له مخې مخ ته وړل کېدل، خو وایي اوس تر ډېره په دې برخه کې عامه پوهاوی شوی او خلک عدلي او قضایي ادارو ته د خپلو مشکلاتو د حل په هدف مراجعه کوي.
د خوست د عدلیې رییس محمدبرجان وايي، پخوا هم د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی موجود و، خو د هغه په خبره ځکه یې د ډېروالي او کم والي شمېرې نه شي په ګوته کېدای، چې خلکو به د عدلي او قضایي اورګانونو پرځای عرف او عاداتو ته مخه کوله.
په ورته مهال نن د خوست د ابتدایه او استیناف محکمو په جزایي برخو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي اړوند مسایلو د برسيۍ لپاره دوه نوي دېوانونه پرانیستل شول.
د خوست د استیناف محکمې رییس محمدافضل ملاخېل وایي، پخو تردې له ښځو سره د تاوتریخوالي پېښې د لاسرسي په برخه کې دوی له یولړ ستونزو سره مخ وو، چې علت یې هم د اړنده دېوانونو نه نشت په ګوته کوي.
د ملاخېل په خبره د نویو دېوانونو په رامنځته کېدو سره به له یوې خوا د څېړنې مرجع یوه شي او له بلې خوا به په اړوندو برخو کې پېښې په ښه شکل سره څېړل کېږي.
په خوست کې تر ډېره لانجې، دعوې او له ښځو سره د تاوترخوالي مسایل د قومي جرګو، ملکانو، او عرف او عادت له مخې حل وفصل کېږي، چې ښکېل لوري یې عدلي او قضایي اورګانونو ته نه مراجعه په اړونده اداروکې فساد په ګوته کوي.
خو مسولین اوس مهال په دې برخه کې د شفافیت او پوره عدالت ډاډ ورکوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA