د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د ټاکنیزو کمپاینونو نهه ورځې په تېرېدو دي، خو په پکتیکا کې تر اوسه هېڅ یو نوماند نه دفتر پرانیستی او نه يې کومه غونډه رابللې ده.
له یوې اونۍ تېریدو وروسته په ښرنه ښار او ځینو ولسوالیو کې یوازې د دولت جوړوونکي ټیم یو شمېر عسکونه ځای ځای لیدل کېږې او له پاتې ۱۷ نوماندانو څخه يې بل هېڅ یوه تر اوسه دا کار هم لا نه دی کړی.
میراغا «بیتاب» وايي، د نوماندانو کمې علاقې ته په کتو داسې ښکاري چې هغوی نه غواړي له ولس سره خپل پروګرامونه او طرحې شریکې کړي.
دی په دې نظر دی چې کېدای شي تر ټاکنو وړاندې سوله وشي او په وینا يې له همدې خاطره هم نوماندانو ته څه ډول چې اړتیا ده، هغسې کمپاینونه نه ترسره کوي.
د پکتیکا خیرکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي عظمت خان په دې اړه کلید ته وویل، ستونزه تر ډېره په نوماندانو کې ده او هغوی نه غواړي خلک د دوی له کړنو او راتلونکو پلانونو خبر شي.
هغه روان وضعیت ښه نه بولي او وايي ممکن د پردې تر شاه کوم بل څه وي، نوماندان ورڅخه خبر وي ، خو ولس يې په وېره او اندېښنه کې اچولی دی.
نیک محمد کټوازی وايي، له یو لوري نوماندان د خپلو برنامو او طرحو په وړاندي کولو کې سستي کوي او له بل پلوه خلک هم د پخوا په څېر له ټاکنو سره لېوالتیا نه لري او په ټاکنو يي باور کم شوی دی.
نوموړی همداشان وايي، په دې وروستیو کې د سولې خبرې هم مهم پړاو ته داخلې شوې او په وینا يي که وضعیت همدا ډول دوام پیدا کړي، کېدای شي ټاکنې وځنډېږي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې پر ټاکنو د څار ځینو بنسټونو او یو شمېر نورو نهادونو هم د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو انتخاباتي کمپاینونه د تېرو ټاکنو په پرتله خورا کمرنګه او پیکه بللي دي.


