راپورونه وايي، د جنرال خليفه حفتر په مشرۍ ځواکونو د يكشنبې په ورځ د ليبيا په جنوب لوېديځه برخه كې د واده پر مراسمو هوايي بريد كړى، چې له كبله يې لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
دا بريد د مرزق په نوم ښار کې شوى دى.
تر دې وړاندې هم رسنيو راپورونه خپاره كړي وو، چې د حفتر ځواكونو په پايتخت طرابلس کې د کډوالو يو کمپ په نښه کړى او لسګونو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د حفتر تر مشرۍ لاندې ځواكونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ليبيا په ۲۰۱۱م ميلادي کال کې د معمر قذافي تر وژل کېدو وروسته په دوو موازي دولتونو ويشل شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


