د مصر په پايتخت قاهرې کې يوې درنې چاودنې ۱۹ تنه وژلي او شاوخوا ۳۰ نور يې ټپيان کړي دي.
د مصر د کورنيو چارو وزارت ويلي، دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې رامنځته شوې ده.
د راپورونو له مخې، دا چاودنه د سرطان ناروغۍ د تشخيص او درملنې مرکز مخې ته شوې ده.
عيني شاهدان وايي، ښايي چاودنه د ګاز ډبې يا د موټرونو د ټکر له کبله رامنځته شوې وي او داسې نه ښکاري، چې قصدي عمل دې وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


