ads

افغان حکومت او طالبان باید د سولې برابر شوی فرصت له لاسه ورنه کړي

د طالبانو د عدلیې پخوانی وزیر سيداکبر آغا وايي، په قطرکې د طالبانو او امريکايي پلاوي تر منځ د سولې خبرې د بريا پړاو ته رسېدلې او د افغانستان حکومت او طالبان بايد دغه فرصت له لاسه ور نه کړي. د طالبانو پخواني غړي سيداکبرآغا دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
14 زمری 1398
افغان حکومت او طالبان باید د سولې برابر شوی فرصت له لاسه ورنه کړي
د خلاصون شورا لارې غونډه

د طالبانو د عدلیې پخوانی وزیر سيداکبر آغا وايي، په قطرکې د طالبانو او امريکايي پلاوي تر منځ د سولې خبرې د بريا پړاو ته رسېدلې او د افغانستان حکومت او طالبان بايد دغه فرصت له لاسه ور نه کړي.
د طالبانو پخواني غړي سيداکبرآغا دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د يو شمېر قومي مشرانو او سياسي حزبونو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې وکړې.
نوموړي ټينګار وکړ، چې په قطرکې د طالبانو او امريکايي پلاوي ترمنځ روانې خبرې د بريالي کېدلو په حال کې دي او په هېڅ صورت بايد د دغو خبرو د سبوتاژ کولو هڅه ونه شي.
سيد اکبر له افغان حکومت او طالبانو څخه غوښتنه وکړه، چې په خپلو خبرو او متقابلو عملياتوکې دې نرمښت راولي، ترڅو افغانان هم د يو سوله ييز افغانستان لپاره هېیله مند شي.
د سید اکبر اغاپه وینا، د جمهوريت او اماراتو په نوم د افغانستان د نظام بدلون عادي او وروستۍ خبرې دي او لومړی بايد ښکېل لوري په يو اوربند هوکړه وکړي.
اوربند د افغانانو هغه يوازينۍ غوښتنه ده، چې په وار وار یې د جګړې له ښکېلو لورو غوښتنه شوې؛ خو طالب وسله والو د افغانانو دغو غوښتنو ته هېڅکله پام نه دی کړی.
د سولې او نجات شورا مشر قاضي ګل الرحمان په دغه غونډه کې تر سولې وړاندې د ټاکنو پر عواقبو اندېښنه وښوده او ټېنګار يې وکړ، چې له ټاکنو سره يوځل بيا کورني اختلافات زور اخلي او د بهرنيو هېوادونو لاسووهنو ته زمینه برابرېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د قطر په پایتخت دوحه کې د طالب استازو او امریکایي لوري تر منځ د افغان سولې په اړه کابو وروستۍ خبرې روانې دي او د مرکزي او جنوبي اسيا په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله الېس وېلز هم د افغان سولې په تړاو پاکستان ته یو سفر لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA