ads

د مركزي اسيا د ۱۹ كلنو ځوانانو د فوټبال سياليو ته دوه افغان لوبڅاران بلل شوي

د افغانستان د فوټبال نړيوال لوبڅاران حليم اقا شېرزاد او محمد شريف سروري د مركزي اسيا د ۱۹ كلنو ځوانانو سياليو ته د لوبڅارنې لپاره بلل شوي دي. د افغانستان د فوټبال فدراسيون نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دغه افغان لوبڅاران د اسيا د فوټبال كنفدراسيون يادو سياليو ته دعوت كړي دي. […]

نویسنده: hewadpal
13 زمری 1398
د مركزي اسيا د ۱۹ كلنو ځوانانو د فوټبال سياليو ته دوه افغان لوبڅاران بلل شوي
د افغانستان د فوټبال ۱۶ کلنه لوبډله

د افغانستان د فوټبال نړيوال لوبڅاران حليم اقا شېرزاد او محمد شريف سروري د مركزي اسيا د ۱۹ كلنو ځوانانو سياليو ته د لوبڅارنې لپاره بلل شوي دي.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دغه افغان لوبڅاران د اسيا د فوټبال كنفدراسيون يادو سياليو ته دعوت كړي دي.
د مركزي اسيا د ۱۹ كلنو ځوانانو د فوټبال سيالۍ د افغانستان، ايران، تاجكستان، تركمنستان او ازبكستان د لوبډلو په ګډون ترسره كېږي.
دا سيالۍ د روانې اګسټ مياشتې په نهمه نېټه د تاجكستان په پايتخت دوشنبې ښار كې پيلېږي او د دې مياشتې تر ۱۵مې نېټې به دوام ولري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA