ads

په ټکزاس کې د وسله وال بريد په پايله کې ۴۶ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

د امريکا د ټکزاس ايالت په ايل پاسو ښار کې د شنبې په ورځ د وسله وال بريد په پايله کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۲۶ نور ټپيان دي. عيني شاهدان وايي، دا پېښه د سيلو ويسټا سوداګريز مرکز ته څېرمه د والمارټ په پلورنځي کې رامنځته شوې ده. امنيتي چارواکي څرګندوي، دوى ۲۱ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
13 زمری 1398
په ټکزاس کې د وسله وال بريد په پايله کې ۴۶ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته
د تکزاس بریدګر

د امريکا د ټکزاس ايالت په ايل پاسو ښار کې د شنبې په ورځ د وسله وال بريد په پايله کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۲۶ نور ټپيان دي.
عيني شاهدان وايي، دا پېښه د سيلو ويسټا سوداګريز مرکز ته څېرمه د والمارټ په پلورنځي کې رامنځته شوې ده.
امنيتي چارواکي څرګندوي، دوى ۲۱ کلن شكمن کس، چې سپين پوستى بلل شوى، نيولى او باور کېږي دغه کس به بريد ترسره کړى وي.
امريکايي رسنيو د نيول شوي شكمن کس نوم پاټريک کروسيوس ښودلى دى.
ياد پلورنځى د پې‍ښې په وخت کې له مشتريانو ډک و او ډېرى خلکو د ښوونځي اړوند توکي اخيستل.
د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ دا بريد غندلى او ويلي يې دي، په بريد کې ډېر کسان وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA