د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته كې ۱۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ياده نښته تېره شپه د نهر سراج ولسوالۍ په نورزو کلي كې شوې ده.
د سرچينې په وينا، په دې نښته كې ۱۴ طالبان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، امنيتي سرتېرو د طالبانو يوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه كړي دي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه د دغې نښتې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


