ads

په ننګرهار كې پر داعش وسله والو هوايي بريدشوی

د ننګرهار ولايتي اداره د دې ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ كې د هوايي بريد په ترڅ کې د دوو داعش وسله والو د وژل كېدو خبر وركوي. د ننګرهار د رسنيو له دفتره نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، دا هوايي بريد بې پيلوټه الوتكې د خوږياڼو ولسوالۍ په وزيرو تنګي سيمه کې ترسره […]

نویسنده: hewadpal
13 زمری 1398
په ننګرهار كې پر داعش وسله والو هوايي بريدشوی

د ننګرهار ولايتي اداره د دې ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ كې د هوايي بريد په ترڅ کې د دوو داعش وسله والو د وژل كېدو خبر وركوي.
د ننګرهار د رسنيو له دفتره نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، دا هوايي بريد بې پيلوټه الوتكې د خوږياڼو ولسوالۍ په وزيرو تنګي سيمه کې ترسره كړى دى.
سرچينه وايي، په دغه هوايي بريد کې د داعشيانو يو شمېر درنې او سپکې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
داعش ډلې تر دا مهاله په دې تړاو تبصره نه ده كړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA