ads

په غزني كې ۵۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني په اندړو، ده يک، قره باغ، زنه خان او خوږياڼو ولسواليو كې په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د بېلابېلو امنيتي پېښو له كبله ۵۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، تېره ورځ په اندړو او خوږياڼو ولسواليو كې د افغان او […]

نویسنده: hewadpal
13 زمری 1398
په غزني كې ۵۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
غزنی علمیات

د غزني په اندړو، ده يک، قره باغ، زنه خان او خوږياڼو ولسواليو كې په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د بېلابېلو امنيتي پېښو له كبله ۵۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، تېره ورځ په اندړو او خوږياڼو ولسواليو كې د افغان او بهرنيو ځواكونو د ۱۳ هوايي بريدونو په ترڅ كې ۳۰ طالبان وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.
دى زياتوي، تېره شپه د خپل ماين په چاودنه او له امنيتي ځواكونو سره په نښته كې د دوو پاكستانيانو په ګډون نهه طالبان ووژل شول او درې تنه نور ژوبل شول.
د نوري په وينا، ځانګړو افغان ځواكونو تېره شپه په زنه خان ولسوالۍ كې عمليات ترسره كړي، چې په مهال يې پنځه طالبان وژل شوي او دوه شكمن كسان نيول شوي دي.
د غزني د والي د وياند په خبره، په يادو امنيتي پېښو کې ملکي وګړو او امنيتي سرتېرو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه د دې ادعاوو په اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA