د امريكا د اوهايو ايالت په ډېټون ښار كې نن د وسله وال بريد له كبله نهه تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
د پوليسو په متقابلو ډزو كې بريد كوونكى هم وژل شوى دى.
دا په داسې حال كې ده، چې د شنبې په ورځ د امريکا د ټکزاس ايالت په ايل پاسو ښار کې د وسله وال بريد په پايله کې ۲۰ کسان ووژل شول او ۲۶ نور ژوبل شول.
پوليس وايي، دوى ۲۱ کلن شكمن کس، چې سپين پوستى بلل شوى، نيولى او باور کېږي دغه کس به بريد ترسره کړى وي.
امريکايي رسنيو د نيول شوي شكمن کس نوم پاټريک کروسيوس ښودلى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


