روسيې د سوريې له ادليب ولايته د ترکيې د ځواکونو د ژر تر ژره وتلو خبردارى وركړى دى.
د روسيې پوځ نن ترکيې ته خبردارى وركړى، چې د سوچي د هوکړې له مخې دې ژر تر ژره له ادليبه خپل ځواکونه وباسي.
د روسيې د دفاع وزارت د ترکيې حكومت ته ۲۴ ساعته ضرب الاجل ټاکلى، ترڅو له سوريې خپل ځواکونه وباسي، ګنې له دې پرته به روسيه اړه شي، چې په سوريې کې بېرته عمليات پيل کړي.


