په كاپيسا كې د پوليسو د ځانګړو ځواكونو په عملياتو كې د پنجشېر لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى مرستيال والي وژل شوى دى.
د كورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه كې راغلي، دا عمليات تېره شپه د نجراب ولسوالۍ په اهنګرانو سيمه كې ترسره شول، چې په ترڅ كې يې عبدالاحد مشهور په ذوالفقار د پنجشېر لپاره د طالبانو نومول شوى مرستيال والي او د هغوى د نظامي كمېټې مسوول له خپلو پنځو ملګرو سره يو ځاى ووژل شو.
د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو كې د طالبانو لاسي بمونه، راکټ انداز، نظامي تجهيزات او لسګونه ميله سپکې او درنې وسلې امنيتي ځواكونو ترلاسه كړي او يو شمېر وسايط يې هم له منځه تللي دي.
د كورنيو چارو وزارت وايي، ذوالفقار د كاپيسا او د دې ولايت د هم سرحده ولايتونو په ناامنيو کې بنسټيز رول درلود.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


