ننګرهار کې د ناصرو د قوم یو شمیر مشرانو د جمهوري ریاست له ټاکنو خپل ملاتړ اعلان کړ.
دوی د انتخاباتي مبارزو په ورو والي اندېښنه وښوده او د ټاکنو له خپلواک کمېسیون یې وغوښتل چې په راتلوونکو جمهوري ریاست ټاکنو کې دې شفافیت ته پام وکړي.
قومي مشران په یو شمیر سیمو کې د دولت ضد وسله والو فعالیتونه بل هغه څه وبلل چې ممکن د ټاکنو پروسه له خنډ سره مخ کړي.
د هیواد پر یو شمېر نورو ولایتونو سربېره په ننګرهار کې هم د جمهوري ریاست ټاکنو انتخاباتي کمپاینونه ورو روان دي.
د دغه ولایت قومي مشران وایي، د پخوا په پرتله په ټول هیواد او ځانګړي ډول ننګرهار کې انتخاباتي مبارزې کم رنګه دي چې دوی علت په ښار او ولسوالیو کې ناامني او د ټاکنو پر پایلو د خلکو بې باوري بولي.
د ختیځو ولایتونو د ناصرو د قوم یو شمیر مشران چې نن د جمهوري ریاست له ټاکنو د ملاتړ په موخه یوه غونډه کې راټول شوي وو، انتخابات یې د هیواد لپاره برخلیک ټاکنوونکې وبلل خو اندیښنه لري او وایي، که د جمهوري ریاست ټاکنو انتخاباتي کمپاینونه همداسې کمه ټکني روان وي نه یوازې به پر حکومت د خلکو باور راکم شي بلکې په راتلونکو انتخاباتو کې به هم د خلکو ونډه کم وي.
قومي مشران د ننګرهار په یو شمیر ولسوالیو کې د ټاکنو ترسره کیدل هم ناممکن بولي او وایي د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې لا اوس هم د دولت ضد وسله والې ډلې فعالې دي، چې امکان شته د ټاکنو پر وړاندې ستونزې راولاړې کړي.
خو بل لور ته د د ملي اردو چارواکي وایي، چې د ننګرهار په چپرهار او نورو ولسوالیو کې یې د چاڼيزو عملیاتو پر مهال داعش، طالب او نورې وسله والې ډلې ځپلي او په موخه یې امنیتي پوستې هم ځای پر ځای کړي دي.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند هارون یو سفزی وایي، ځواکونه یي د راتلونکو ټاکنو د امنیت د ټینګښت لپاره پوره چمتوالی لري.
د جمهوري ریاست دا ټاکنیز کمپاینونه به ۶۰ ورځې دوام وکړي او ټاکل شوې د جمهوري ریاست ټاکنې د تلې میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شي.
دانتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معالوماتو له مخې د ټاکنو لپاره ۱۴۹ میلیونه ډالره په پام کې نیول شوي، چې د دغو پېسو ۹۰ میلیونه یې افغان حکومت او پاتې ۵۹ میلیونه یې د نړیوالې ټولنې له خوا ورکول کیږي


