د ترکیې د دفاع وزارت وایي، د عراق په شمال کې یې د کردستان د کارګرانو ګوند شپږ غړي په هوایي برید کې وژلي دي.
د ترکیې د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، ترکي ځواکونو د عراق د شمال په حفتانین سیمه کې هوایي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د «پي کې کې» شپږ غړي وژل شوي دي.
ترکي ځواکونو د تېرې جولای میاشتې په ۲۷مه نېټه د عراق په شمال کې عملیات پیل کړل.
ترکیه د کردستان د کارګرانو ګوند یوه تروریستي ډله بولي.
ياد ګوند تراوسه د خپلو غړو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


