ads

اجراییه رییس په امنیتي سکټور کې د اداري فساد پر ضد پر مبارزې ټینګا وکړ

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په ټولو سكټورونو په ځانګړې په توګه په امنيتي سكټور كې د اداري فساد په ضد پر مبارزې ټينګار وكړ. هغه نن په كابل كې د پوليسو د همغږۍ نړيوال بورډ کلنۍ غونډې ته وويل، په امنيتي سكټور كې د اداري فساد شتون د نظام بنسټ كمزورى […]

نویسنده: hewadpal
13 زمری 1398
اجراییه رییس په امنیتي سکټور کې د اداري فساد پر ضد پر مبارزې ټینګا وکړ
اجراییه رییس عبدالله عبدالله

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په ټولو سكټورونو په ځانګړې په توګه په امنيتي سكټور كې د اداري فساد په ضد پر مبارزې ټينګار وكړ.
هغه نن په كابل كې د پوليسو د همغږۍ نړيوال بورډ کلنۍ غونډې ته وويل، په امنيتي سكټور كې د اداري فساد شتون د نظام بنسټ كمزورى كوي او د هېوادوالو پر امنيت هم اغېز پرېباسي.
بل پلو عبدالله ملكي وګړو ته درناوى او د هغوى ساتنه د پوليسو دنده وبلله او ترې ويې غوښتل، چې دې برخې ته خپله پاملرنه زياته كړي.
د نوموړي په خبره، اوسمهال د هېواد په ډېرو برخو كې پوليس د قانون د پلي كولو ترڅنګ جګړه ييزه دنده هم مخته وړي.
بايد وويل شي، چې د افغان حكومت او نړيوالې ټولنې له هڅو سره سره اداري فساد لا هم په هېواد كې د يوې لويې ستونزې په توګه موجود دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA