ads

په هلمند کې د هندواڼو او خټكيو حاصلات زيات شوي

په هلمند كې سږ كال د هندواڼو او خټكيو پالېزونو ښه حاصلات وركړي او د تېر كال په پرتله په كې د پام وړ زياتوالى راغلى دى. د دغه ولايت د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس زلمى الكو وايي، سږ كال د هلمند په ۲۲۰۰ هكټاره ځمكه كې هندواڼې كرل شوي، چې په ۱۷ […]

نویسنده: hewadpal
12 زمری 1398
په هلمند کې د هندواڼو او خټكيو حاصلات زيات شوي

په هلمند كې سږ كال د هندواڼو او خټكيو پالېزونو ښه حاصلات وركړي او د تېر كال په پرتله په كې د پام وړ زياتوالى راغلى دى.
د دغه ولايت د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس زلمى الكو وايي، سږ كال د هلمند په ۲۲۰۰ هكټاره ځمكه كې هندواڼې كرل شوي، چې په ۱۷ فيصده زياتوالي سره به ۵۲۸۰۰ ټنه توليد ولري.
دى زياتوي، سږ كال به ۶۹۷۵۰ ټنه د خټكيو حاصلات ولري، چې د تېر كال په پرتله به ۲۱ فيصده زيات وي.
الكو په هلمند كې د هندواڼو او خټكيو د حاصلاتو زياتېدو علت سږني ورښتونه په ګوته کوي.
هلمندي كروندګر بيا وايي، د خپلو حاصلاتو د ساتلو لپاره سړې خونې نه لري او په خبره يې، حكومت په تېرو ۱۸ كلونو كې ونه توانېد، چې د دوى دې ستونزې ته د پاى ټكى كېږدي.
بايد وويل شي، چې هلمند كرنيز ولايت دى او ۸۰ فيصده اوسېدونكي يې پر كركيلې بوخت دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA