ads

په هلمند كې نهه وسله وال طالبان ووژل شول

د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښتې او هوايي بريد كې نهه طالبان وژل شوي دي. د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېره ورځ ناوخته د نهر سراج ولسوالۍ په مالګير سيمه کې طالبانو […]

نویسنده: hewadpal
12 زمری 1398
په هلمند كې نهه وسله وال طالبان ووژل شول

د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښتې او هوايي بريد كې نهه طالبان وژل شوي دي.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېره ورځ ناوخته د نهر سراج ولسوالۍ په مالګير سيمه کې طالبانو غوښتل د پوليسو پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړي، چې د پوليسو له سخت غبرګون سره مخ شول.
د سرچينې په وينا، د دواړو خواوو ترمنځ د نښتې او هوايي بريد په مهال نهه طالبان وژل شوي او د هغوى يوه اندازه وسلې او مهمات پوليسو ترلاسه كړي دي.
د سرچينې پر بنسټ، په ياده نښته كې پوليسو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA