ads

په كندهار كې چاودنې اته ملكي وګړي ټپيان كړل

په كندهار كې موټر سايكل بم چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته ملكي وګړي ټپيان كړل. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي كليد ته وويل، دا چاودنه نن له غرمې مخكې شاوخوا ۱۱ بجې د كندهار ښار د دوهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې وشوه. د نوموړي په خبره، […]

نویسنده: hewadpal
12 زمری 1398
په كندهار كې چاودنې اته ملكي وګړي ټپيان كړل

په كندهار كې موټر سايكل بم چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته ملكي وګړي ټپيان كړل.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي كليد ته وويل، دا چاودنه نن له غرمې مخكې شاوخوا ۱۱ بجې د كندهار ښار د دوهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې وشوه.
د نوموړي په خبره، په دې چاودنه كې موټر سايكل چلوونكى وژل شوى او د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون اته ملكي وګړي ټپيان شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تر دې دمه د دغې چاودنې په اړه تبصره نه ده كړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA