ads

د هرات د زنده جان ولسوالۍ ولسوال ووژل شو

په هرات كې د سړك غاړې د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنې د دغه ولايت د زنده جان ولسوالۍ د ولسوال په ګډون اوو تنو ته مرګ ژوبله واړوله. د هرات د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي برخې سرپرست فرزاد فروتن كليد ته وويل، دا چاودنه نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې او ۴۵ دقيقې په […]

نویسنده: hewadpal
12 زمری 1398
د هرات د زنده جان ولسوالۍ ولسوال ووژل شو

په هرات كې د سړك غاړې د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنې د دغه ولايت د زنده جان ولسوالۍ د ولسوال په ګډون اوو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د هرات د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي برخې سرپرست فرزاد فروتن كليد ته وويل، دا چاودنه نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې او ۴۵ دقيقې په زنده جان ولسوالۍ كې وشوه.
د هغه په وينا، په دې چاودنه كې د يادې ولسوالۍ ولسوال شكرالله شاكر له خپل يوه ساتونكي سره ووژل شو او پنځه نور ساتونكي يې ټپيان شول.
د دغې ماين اېښودنې مسووليت تر دا مهاله چا پر غاړه نه دى اخيستى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA